مزدور
رڼا ورو ورو خپرېدله توتکۍ راویښېدلې
ټول امېل دانه وانه و مرغلرې مې پیېلې
زړه مې تاخ نې چرته پروت و سترګې میز باندې پرتې وې
بیا مې شونډې راپیدا کړې د بالښت لاندې پرتې وې
د قلم پر ځای مې ګوتې قلمدان کې امانت وې
د څرمنې دوه ټوټې مې موصلې د عبادت وې
رڼا ورو ورو خپرېدله ما وجود راټولولو
یو اندام مې بل اندام سره تړلو را تړلو
اندامونه مې اغوستي وو څرمنه مې څنډله
چې تر غوږه مې څه راغلل دروازه چا ډبوله
ما وی څوک یې ویل یې شابه زه چې ځو ناوخته کیږي
چې په وخت باندې لاړ نه شو بیا مالک راته قهرېږي
چې دا راتلونکې شېبه څه نومیږي؟
............................................
مرغۍ په ځالو کې نزدې ناستې وې
د چا په ګوته باندې سور غمي کې
زرګونه کاله د جمال پراته وو
لرې مندر کې د لوبانو لوګی
یو برهمن په تندي خال جوړو
د غره لمنه کې صندل ښکارېده
ګنګا په خپلو مستو مستو څپو
د چا د مړ وجود ایرې څټلې
خبر ترې نه ومه چې کله راسې
هغه جوګي په یوه پښه ولاړ و
هره شېبه کې له رازونو ډکې
بی شماره سترګې د هستۍ غړېدې
هره څرمنه کې ډیوه بلېده
په هر یو زړه کې سمندر وسېدو
روحونه ډک وو خزانو نه مګر
ترېنه باهر طرف ته لاره نه وه
او زه یې هېڅ په حساب نه پوهېدم
سره د دومره کتابونو مې هم
د دې پوښتنې ځواب نه لرلو
چې دا راتلونکې شېبه څه نومیږي
غزل
یو وخت به راشي بی حسابه حسابېږې به نه
خلک به غټ غټ درته ګوري او ښکارېږې به نه
دلته رڼا نه خلک ځان لکه د غشي ساتي
یوه سپرغۍ به درکومه خو بلېږې به نه
په هر قدم باندې هجرت لکه د اور بلیږي
چې حکم وشي د سفر نو ایسارېږې به نه
اوس چې تپوس دې رانه وکړو نو وعده هم وکړه
رښتیا به واېمه خو ګوره خفه کېږې به نه
دلته حېرت په هره لاره کې هنداره لري
ورته به ګورې خو سعوده حېرانېږې به نه
غزل
ته چې نه یې د ژوند کار کولای نه شم
راشه راشه انتظار کولای نه شم
زندګي زما د وس خبره نه ده
خو مجبور یمه انکار کولای نه شم
مخامخ راته قاتل د سر ولاړ دی
خو انسان دی پرې ګوزار کولای نه شم
سلامت ګودر په بیه رانه غواړي
زه سودا د یو چنار کولای نه شم
پټه مینه مې هم داسې پټه ښه ده
زړه مې غواړي خو اظهار کولای نه شم
غزل ( زړه مې مړ دی )
زړه مې مړ دی مسیحا شه یوه سا راکړه جانانه
زه به غم درته ډالۍ کړم ته خندا راکړه جانانه
د حسرت په هدیره کې چې راوګورې موسکۍ شې
دا یوه شیبه مې بس ده بله بیا راکړه جانانه
زه په سترګو در روان وم تا د زړه په لاره سر کړم
ما انا درنه غوښتله تا فنا راکړه جانانه
خفه نشې په دی ټکي خپله برخه درنه غواړم
چی لمبی دې راکولې اوس رڼا راکړه جانانه
دا چې حد نه درنزدی یم بی ادبه یم دلبره
زما مینه زما جرم دی سزا راکړه جانانه
ځمونږ د کلي بس به کله راځي
زه به ېې څومره انتظار کومه
پکې به ځاې د ناستې وي او که نه
بېا به پېاده تر کوره لار کومه
مور به مې بېا رانه خفه غوندې وي
زما د سر به ېې منلي وي څه
زما د خوښې په سبزو کې به ېې
راله په غوښه کې پخ کړي وي څه
څنګه چې ورشمه نو ښکل به مې کړي
بېا به ډوډۍ راسره سمه وخوري
خفګان به داسې را ظاهر کړي راته
لکه د نور کله به کمه وخږري
بېا به زما د برخې ټولې ګيلې
د چا پردۍ ښځې له زوېه وکړي
بېا به لمانځه لپاره نېت وتړي
هره سجده به لږه لوېه وکړي
د مور په دغه ناوېلې ژبه
زه ښه پوهېږم خو مزه راکوي
د ټولې ستړې او ستومانه اونۍ
دغه یو څو شیبې دمه راکوي
بیا به زما د کټ په لنګه کښیني
د ورځو حال به ورته ووایمه
هره ګیله به یې دانه وانه شي
د ښار احوال به ورته ووایمه
بیا به هم دیکې زما سترګې ورشي
او چې سبا شي بیا به ښار ته راځم
مور ته به وایم چې وختي به راشم
که خیر وي بیا چې بل اتوار ته راځم
خو چې اوه ورځې مې تیرې شي نو
دا بل اتوار به مې هم دغسې وي
هم دغه فکر به اخستی یمه
او انتظار به مې هم دغسې وي
چې دا د کلي بس به کله راځي
زه به یې څومره انتظار کومه
پکې به ځاې د ناستې وي او کنه
بیا به پیاده تر کوره لار کومه
جادو
د هدیری هغو پنځو قبرونو
تورو جامو سره سمون خوړلو
د تورې شپی لحد کې ټولو مړو
زما او ستا پشانتې سا اخسته
د کائناتو سترګې ورپېدی
وریځو تندر له پناه ورکړله
وخت په وجود کې تسلسل لرلو
خو دی شېبی پکې بدلون راوستو
ما چې د تېرو څو کلونو راسې
څومره بی مخه ګناهونه لرل
هغه مې سترګو نه چاپېره کېښوه
بیا مې یو څو شېبو له سا بنده کړه
په مسامونو کې مې هور بلېدو
یوه بی مخه بی وجوده ښځه
د یو لحد ځینې راووتله
زما بی مخه ګناهونو له یې
زما څرمنې نه کفن جوړ کړلو
زه یې هډوکو پورې وشمارلم
بیا یې پنځو باندې تقسیم کړلمه
او بیا لحد ته بیرته ننوته
ځان نه چاپېره مې چې وکتل نو
زه د جادو په دائره کې ومه
زما په ژبه هر یو څیز پوهېدو
خو زه له خپله ځانه ووېرېدم
او هدیرې نه مې رامنډه کړله
اوس رانه هېر دي څو کلونه وشول
خو چې سهار مې حجامت کولو
نو په دېوال مې آئینه ماته شوه
یو خط
سلام مې واخله که سلام وانخلې
دا لس نېکۍ به درنه مخ واړوي
دا سره ګلونه به بیا نه درګوري
ټولې کلۍ به درنه مخ واړوي
سلام نه پس درته دعا کومه
داسې دعا چې څه حساب نلري
هغه رڼا دې باک الله نصیب کړه
چې د بنده سترګې یې تاب نلري
دعا نه پس درته صفا وایمه
چې زه دې لاره یم سفر دې نه یم
زما لپاره عمر مه تیروه
بله ډیوه دې یم سحر دې نه یم
که ته هر څه ګڼې خو ما ته ښکاري
چې زه دا ستا د مخ قابل نه یمه
په دی خبره ولې نه پوهېږې
چې زه دې برخه کې شامل نه یمه
نورې خبرې درته نه لیکمه
په دی پوهېږم چې خفه یې رانه
وعده خلاف او بی وفا مې ګڼې
هره شېبه یوه ګیله یې رانه
خو ته باور وکړه چې تا نه بغېر
هره شېبه راته قاتله ښکاري
ټوله دنیا چرې چا نه ده موندې
ستا په موندو راته حاصله ښکاري
که ته مې وموندې نو هر څه به شم
خو تا ته پته ده چې ته به څه شې
زما نظر لکه د هور بلیږي
لکه د شمعې به اوبه اوبه شې
او ته پر ما باندې له ځانه ګرانه
ځکه دې ځان نه بیلول غواړمه
لکه د ګل راغوڅومه دې نه
لکه د سروې دې کرل غواړمه
ستا په امکان کې ثریا پرته ده
زما تر قده پورې مه وسېږه
زه د ژوندون په لاس کې مړی یمه
تر دی لحده پورې مه وسېږه
نورې خبرې درته نه لیکمه
ځکه چې نورو پسې نورې راځي
زه به یې څو پورې حیا ساتمه
د اوښکو پېغلې مې سرتورې راځي
خو زما ځان باندې بلا باور دی
زما باره کې پرېشانه نه شې
ګرانې آخر کې درته سوال کومه
چې دی نه پس راته اسانه نه شې
که نه نو زه به ځان وژنه وکړم
او ته به هم یوه شېبه پاتې شې
خو که دا اوس دې فېصله وکړله
نو لکه وخت به همېشه پاتې شې
غزل
ژوند را سره نشته قاتلان راپسې نه راځي
ستورو پسې نه ځمه اسمان راپسې نه راځي
سترګې رانه واړوه چې ټکي مې بې ژبې شي
هور را پسې مړ کړه چې امکان راپسې نه راځي
منځ کې مو انا د همالې هسې ولاړه ده
زه ورپسې نه ځمه جانان راپسې نه راځي
هسې نه ورېځه مې د سترګو روزه ماته کړي
پورته ترېنه ځمه چې باران راپسې نه راځي
بس دی شاه سعوده نور د هر څه نه لاس اخلمه
هاغه ځای ته ځمه چه خپل ځان راپسې نه راځي