مو لوي صديق الله مشال دملا حكمت الله زوى په قوم سلېما نخېل ،مليزى، د افغا نستان د زابل ولايت د ارغنداب په ولسوا لۍ كښې په كـــــال ۱۴۰۰ ه ق كښــــې زېږېدلى او په ډېر وړكتوب كښې دروسا نو د نا خوالو له كبله د خپل هېوا د له خو ږې غېږي څخه بېل شوى او دپاكستا ن دلورالا يې ضلعې په يوه گڼ مېشته كمپ [پنډغالي] كټوۍكښې هستو گن دى .څر ګنه چې نو موړى د يوې علمي او روحا ني كــــورنۍ غړى دى نو ده هم لـــــكه د نو رو ديني زدكوونكو په څېر د خپل ژوند څوا ر لس كلو نه د جما عتو نو او مد رسو په نېستمن چا پېر يال كښې دديني علم په زد كړه پسې تېر كړىاو دديني نصا ب مروج علو م يې په بېلا بېلو مدرسو كښې ويلي او په اخېر كښې يې د پا كستان د [اتحاد المدارس] له ټو لني څخه ممتا زه درجه بري ليك تر لا سه كړى او د فرا غت پګړۍ يې تړلې ده .
نو موړي له فرا غت څخه ورو سته د خپل هجر ت په كو ر كښې يوه ديني مد رسه [احسن العلو م ] تا ء سيس كړې او تر اوسه د هغې مسو ل چلوونكى پا تي شوى دى چې په مد رسه كښې يې د مها جرو بېو زله بچيا ن په زيا ت شمېر سره زدكړه كوي چې دوه ليليې او نها ري شفته لري او ما لي چا ري يې په بسپنيزه تو ګه برابروي له بده مرغه چې نوموړي د بېوزلۍ او ځينو نورو ستو نزو له كبله په عصري ادارو كښې مستقلي او مسندي زدكړي نه دي كړي خو له دې سره سره يې د خپلي مطا لعې په زور په خپلې مو رنۍ ژبه كښې له اوو كلو نو را پدېخوا په نظم او نثر كښې ليكنې كوي او ځيني ليكنې يې د ځينو ازادو رسنيو له لوري چاپ شوي هم دي او له عربي ژبې څخه يې هم درې كتا بونه [صٌوَرٌٌ من حياةالصحا به ]،[داليل الخطا بة]،[تسهيل الضروري في مساٌيل القدوري] ژبا ړلي چې لو مړنى يې اوس چاپ ته اما ده دى او دوه نو ر يې دبېوزلۍ له امله نا چاپ پا تي دي دنو مو ړي شعرو نه هم دومره دي چې د يوه كتا ب بڼه خپله كړي د شعر بېلګې يې په لا ندې ډول دي
غـــــــــــــــــــــــــــز ل
ليك دى كه ليكوال او كه قلم دى ټول يې ښه ستا يې
وخـت چـې دى دتورو او تـورزنو څوك يـې نه ستا يې
هــر ليــكوال دخپـل وخـت دواكمـنو په صفـت سـتړى
دوۍ دا دفــرعــون او هــامـان زامــن پــه څــه ستــا يــې
پـت يــې را نـه لــوټ كــړ هــر وګـــړى يـې غلا م جوړ كړ
دامــدا حــان وګــوره چــې اوس يې لا كړه وړه سـتا يــې
خـداى تـه بـه څـه ووايې چـې خپل هدف يـې وپـلو رى؟
زمـوږ روڼ آنـدي وګوره چـې تل تاريخ تـه پـړه ستـا يې
هــــم بيــان ازاد بـولـي او هـم پــه حـــق خـولـه پــټه كـړي
دادوه مـخـي خـلـك بــه مــشــال پــه څــه نــا مه ستا يې؟
۲۰۰۴_۱۱_۲ پنجاب ملتان
غـــــــــــــــــــــــــــــــــــز ل
زلمي د جنګ په ډګرو كښې په صحرا ښه برېښي
پېغلي په كــور په پت عزت او په حيا ښه برېښي
په غم ښا دي كښې چې له دوست سره ګډون كوي تل
دوستان په دغسې كړو وړو خداى سته ريښتيا ښه برېښي
غوره اخلا ق هيڅ سر ما يې لره اړتيا نه لري
هر يو انسان په روڼ تندي غو ره وينا ښه برېښي
هر څه په خپل وخت او خپل ځاى با ندې كول پكار دي
په كور خندا په مسجدونو كښې ژړا ښه برېښي
د اخيرت كور كه مشا له په عما اباد وي
خو ددنيا كور په ادې او په بابا ښه برېښي
۲۰۰۴ـ۱۰ـ۲۲ كراچۍ
بېلتــــــــــــــــــــو ن
هر قوم كوي هڅي د يوون په لا ري ځي
پښتون قوم ته ګو ره د بېلتو ن په لا ري ځي
پر دغه لا ر يې تېره ورځ هر څه را څخه لوټ كړل
خو زمونږ ويده كـــــا روان بيا د پرون په لا ري ځي
پوهنه ده رڼا روڼ سباوون ترې پيدا كېږي
حساس وګړي تل د پوهنتون په لا ري ځي
په لټه او زيار هر څوك خپلې مو خې ته رسېږي
زيار كښ مېږى چې وينې د لټون په لاري ځي
كه ډېر غواړې وليږو ته په غټه سترګه ګوره
له څاڅكو سېلاب جوړ شي د جيحون په لاري ځي
۱۴۲۴ـ۱۱ـ۱۶ سپوږميز كـا ل جيكب ابا د