عبدالهادي حیران د عمر خان زوی په خټه ساپی چي د ۱۹۷۹ میلادي کال د اپریل پر ۲۷ مه د کندوز ولایت د قلعه زال دولسوالۍ د جنګارک په کلي کښي زېږېدلی دی
اوسنۍ دنده ئې ژورنالیزم دی خو د پښتو ژبي میني او لیوالتیا د شاعرۍ او لیکوالۍ په میدان کي هم ځلولئ دی ، په شعر کښي روانه او خوږه ژبه لري او په نثر کي هم هغه د چا خبره تر بل پاته ندی د( پښتو په انټرنیټ کی ) کتاب ئې تازه له چاپه راوتلی دی
د هادي حیران د شعرونو څو بېلګي :
غزل
ستا د نوم نه مې اغاز د ژوندانه دى
زما څه ښکلى انداز د ژوندانه دى
ستا نظر که تاله هيڅ ندى نو ندى
ولې ماله خو اعزاز د ژوندانه دى
بندګي د خپل جانان د وجود کړمه
دا مې ژوند دى دا مې راز د ژوندانه دى
د انسان غمونه هر ځاى چې دي خوري مې
زما دغه سوز و ساز د ژوندانه دى
ستا "کتاب" کې چې د مينې ټکى نشته
ملا تاله څه جواز د ژوندانه دى؟
چا ويل څه ته شاعري کوې حيرانه!
ما ويل دا هم يو اواز د ژوندانه دىګ
غزل
د ژوند په رنګينو کې، د ښکلا په ائينه کې
بند کړى په جادو يمه يړ چا په ائينه کې
د مينې روايته دې نه نور به لا څۀ سپک شې
مئين درته هم ګوري د دنيا په ائينه کې؟
دا قام چې د بري دعوې کوي نو زما خيال دى
بس يړ ځل دې ځان وګوري لږ بيا په ائينه کې
نۀ ما سپوږمۍ ليدلې ده، نۀ تۀ رڼا ليدى شې
نۀ تا ځان ته کتلي دي، نۀ ما په ائينه کې
چې ځان ته پکې نۀ ګوري نو دا ئې هم ادا ده
حيران خو ورته زړۀ ايښى پخوا په ائينه کې
غزل
لکه زړۀ چې د چا خپل وي داسې خپل دى
زما يو کور پېښور دى يو کابل دى
ستا د دوو لمحو د وِصل دا خواږۀ دي
ژوند په تا پسې رفتار کوي په زغل دى
د دې قوم د زوال سبب نور څۀ دى؟
څوک چې څومره لوي غدار دى لوي اتل دى
د خپل سيوري نه هم خلک پکې ډار کړي
په دې ښار رالوتى باد د کوم مقتل دى
ځه چې مينه وکړو، زړونه ښۀ ماړۀ کړو
د دوو ورځو زندګي ده بيا اجل دى