غزل
منزل ليري، لاره ورانه زه هم ستړى ته هم ستړى
څه دي خوښه ده ارمانه زه هم ستړى ته هم ستړى
نه مي ته شې هېرولاى، نه زما له خياله وزې
ځه پخلا به شو جانانه زه هم ستړى ته هم ستړى
ځغلوې كه مي هر څومره ته به هم راسره ګرځې
قدم ونيسه اسمانه ته زه هم ستړى ته هم ستړى
د وفا په ورانو لارو بيا سفر غواړې زړګيه؟
دا خبره به شي ورانه ته زه هم ستړى ته هم ستړى
دروېش وايي ښه به دا وي چي په ساري سره پرېږدو
اې د سرو لمبو توپانه زه هم ستړى ته هم ستړى
---------------
غزل
رښتيا هم وايم، خوشالي د ملت هم غواړمه
عجب ساده يمه لا سر سلامت هم غواړمه
كه ستورى نه يم د اسمان تمنا هم نه كوم
كه يم ګلاب نو بيا د خاورو قربت هم غواړمه
د تورو سترګو په خبره دي ښه وپوهېدم
خو د سرو شونډو له جانبه دي ست هم غواړمه
زه چي راغلى ومه، تا ته مي سپارلى و زړه
نن زه هم ځم او هغه خپل امانت هم غواړمه
په سترګو خوند، په ګوتو دړد راټولوم دروېشه
ګل ته كه ځم نو د اغزي نزدېكت هم غواړمه
--------------
غزل
ته كوه عېش زه په زنځير په زولنو تړلى
ملګريه! يمه د ضمير په زولنو تړلى
ته خو بهار غوندي ازاد يې كله_كله راځه
زه لكه ونه يم تقدير په زولنو تړلى
ستا د تندي تر خال چاپېره ولونه_ولونه زلفي
ستا د ښكلا د ښار امير په زولنو تړلى
دا خلك ولي انتظار كوي د هغي ورځي
چي باچا مړ وي او وزير په زولنو تړلى
يوازي ستاسي خوشال نه و په زندان دروېشه
و سكه پلارهم عالمګير په زولنو تړلى
---------------
غزل
له ما ګوښه دي له ما ډېر لري ودان دي خلك
زه توري خاوري يم او ستوري د اسمان دي خلك
زه وم يو زخم، ځكه مالګي دوړولې هر چا
زه يم يو ګل، ځكه ملګري د خزان دي خلك
د چا تر سر تېر شه اشنا چي دروازه جوړه شي
لكه دېوال ولاړ زما او ستا تر ميان دي خلك
زړونه يې وګوره چي تور نه وي د كفر په شان
مخ ته يې مه ګوره چي سپين لكه ايمان دي خلك
تر څو چي وږي وي دروېشه نو دوستي يې ښه ده
پر خزانه باندي چي كښيني تور ماران دي خلك
--------------
غزل
د خپل سفر تر انتها پوري راورسېدم
مخ ته به چرته ځم تر تا پوري راورسېدم
ستا له اوربله مي نظر د زني خال ته راغى
زه د بلا نه تر بلا پوري راورسېدم
زما پښتون غرور به نور څومره په خاورو لړې
ستا په يارۍ كي تر ژړا پوري راورسېدم
نه دي د تور اوربل په توره تاريكه كي ورك شوم
نه دي د سپين مخ تر رڼا پوري راورسېدم
دا چي رقيب ته مخامخ شومه نو دا هم ښه شوه
دروېشه پاى خو تر يو چا پوري راورسېدم
---------------
غزل
نه په زاړه باور لرو او نه په نوي څراغ
موږ هغه څوك يو چي كورونه مو دي سوي څراغ
لمر كه مو مرستي ته راځي نو هم سهار به راځي
ځئ چي د شپې جنګ ته ورواخلو پر ورغوي څراغ
ستا په پلو كي ده سپوږمۍ، ستا په امېل كي ستوري
ستا يې په څه كه په جهان كي وي كه نه وي څراغ
هغه هم وخت و چي دا كلى و په خلكو ودان
اوس يې په هر كور كي د شپې بلوي روي څراغ
دروېشه څه بلا ورپېښه ده او څه ترې غواړي
د توري شپې په ګرېوانه لګوي خَوي څراغ
---------------
غزل
هغوى د مځكي پر مخ باندي هديره نه لري
له دې جهانه د وتلو دروازه نه لري
كه يې له مخه يو طرف ته شوې نه هېر به دي كړي
زما جانان كله هنداره حافظه نه لري
ته په لستوڼي كي خپل لاس له خلكو لري ساته
ما اورېدلي دي چي دغه مار هوده نه لري
ما ته دنيا د غم يو داسي سمندر ښكاريږي
چي ګردابونه پكي ډېر دي، كناره نه لري
دروېشه تا يو داسي كلي ته پناه راوړله
چي خان يې توره او جمات يې مناره نه لري
--------------
غزل
لكه مرهم چي څنګه څړيكي له پرهاره باسي
داسي به دوى هم ظالمان له خپله ښاره باسي
ستا روڼ تندى او ستا روښانه اننګي يې بس دي
له خپله كوره ستا مين هره هينداره باسي
د جانان سترګي برابرې شوې زما پر سترګو
په داسي حال كي خو له زړه سره زړه لاره باسي
تور زړي بخت ته دي نو خداى دومره وس نه وركوي
چي ما به ستا د سپينو لېچو له حصاره باسي
اوس خو دروېش د نورو خلكو سره زخمونه ګنډي
د خپل زړه غشى به بيا چرته پر قراره باسي
---------------
غزل
نه د ښكلا دعوه كوم نه تر هينداره ښه يم
زه كله كاڼى د رقيب د سر د پاره ښه يم
كه يې سرې شونډي د يار كله هم ښكل كړي نه وي
تر دغو خلكو خو نو زه بيا په زر واره ښه يم
ستا پر طرف د يبلو پښو مزل دى خوږ تر وصل
زه ستا پر لور باندې تمام عمر پر لاره ښه يم
لكه په كلي كي چي ټول عمر بې كوره وم زه
په هديره كي هم دغسي بې مزاره ښه يم
ګوندي سپوږمۍ په څه چل ټك وهمه ستا پر لمن
ما دروېش پرېږده، زه نن ټوله شپه بيداره ښه يم
-----------------
غزل
رنګ به وي تر څو پوري په وينه توره ما ته كړه
زړه د خلكو وگټه په مينه توره ماته كړه
هر كاڼى په وينو باندي سور دى اوس مينځل غواړي
شه زياتي راكوز د آس له زينه توره ماته كړه
مينه د دنيا چي څوك زخمي كړي رغتيا نه لري
څله دي په زړه كي دا زرينه توره ماته كړه
جوړ به يې له اوسپني زنځير كړي د چا پښو لره
څه وشو ظالم كه خپله سپينه توره ماته كړه
نه د ماشوم مخ ګوري او نه د شاليلا سينه
پورته شه دروېشه دا بې دينه توره ماته كړه