کنډوالې
وطن ځکه کنډوالې شو
چې فرمان په فرمان راغى
دتورتم تيارې خورې وې
دښاديوآرمان راغى
وړکى ماشوم يتيم شو
چې دوخت قومندان راغى
عالم ټول ورته حيران شو
چې داڅه شان دوران راغى
خوښي نه وه غم پرېمانه
دغمونوکاروان راغى
هېڅ په ښه بدخبرنه وه
خودجنګ ترميدان راغى
(امين زى) يې هله ډوب کړ
چې داوښکوباران راغى
داوښکوباران
دلداره راته وايه چې جانان مې يې کنه
زخمي زړګي لپاره څه درمان مې يې کنه
زه رنګ په تهمتونوشومه داستاپه يارانه کې
چې زه پرې عقيده لرم ايمان مې يې کنه
انتظارکې دې جانانه ځمادوه سترګې څلورشوې
سپرليه رارسېږه سپيروهيلوبهاران مې يې کنه
دمينې په اقراردرقيب هيلې نيمه خواه کړه
سپېده داغ دتاندوهيلوپه آسمان مې يې کنه
ماشپې په رڼوسترګوسباکړي ستاپه يادکې
دډېروبې خوابيوڅه جبران مې يې کنه
په ليدومې سترګې ستاپه لورکږې شوې
کږوسترګولپاره څه نښان مې يې کنه
نږدې دي چې کې ډوب شم داوښکوپه درياب کې
ساحل ته رسېدوکې پشتي بان مې يې کنه
مانه ويل شرميدمه چې زه ستايم اوته ځماشه
اوس وايه ( امين زيه ) چې آرمان مې يې کنه
کلچر
نه يې شم تېرې هېرولى اونه يې نن دا لوړمقرستايم
نه مې جامونه دي ليدلي نه دسروشنډوکوثرستايم
په سپيره کلي کې اوسيږم اوګر ځيږمه په غرورغو
نه دساقي سره آشنا يم اونه دشنو ميو ساغرستايم
نه دچامدح شم کولى اونه دچابدوته ويلى شم ښه
راته ښه ښکاري چې پر ځاي يې خپل ټټو اوخپل کچرستايم
نه دپردودخيراتونوڅه صفت ،نه دقصرونوڅه ستاينه کوم
ماته ډيرښه دي چې په ځاي يې بېوسي دخپل ټبرستايم
چې دشهيد وينې يې هېرې په عيشونوشوسر
نورترې بېزار يم، لا له هانده يتيمان سريې ببرستايم
چې يې هيرکړي او پلورلي په بازاريودکاليوپه څير
زغملى نه شم خپل عزت مې دټاټوبي خپل حضرستايم
چې دوطن په ننګ زهيرنه شولو،تمه ترې څله کوې!
څه شوکه ډير ې لري نه يې کلدارې،نه يې ډالرستايم
چاچې رانغښتي خپلې مټې دوطن دآبادۍ په چوپړ
سرمې ترې ځارشه،زه يې آن ددار په سرستايم
په ماشومتوب کې مې مورجانې داسې ويلي راته
سردې ټيټ نه کړې ځويه ! زه دهمت لکه لوي غرستايم
ماته بدښکاري دامودونه،فېشنونه تقليدونه دبل
حيانه ډکه دې ټکري کې پټ ښايست لکه قمرستايم
دنياده لويه پاى يې نشته اودودونه رواجونه دي ډير
ګران(امين زى) ته خپل وطن دى خپله مېنه خپل کلچرستايم
ملګرو
له کلي لرې يم ملګروځماباغچه يادېږي
دپلارنيکه کورتوکرک ښکلې دره يادېږي
چې ننګيالي له دنياتللي اوس يې هلته کوردى
دلوى بابامې هلته کورځماهديره يادېږي
دکلي پاس پلومزارمې دکاکادى ورونو
چې پرې رپېږي مې هغه سره شنه جنډه يادېږي
چې به سهارله کوره ووتوښوونځۍ ته به تلو
دومره مې ياره کريمداداوصدمرده يادېږي
دلوړوغرونوشنوباغونويې مثال نشته دى
هرې غونډۍ لمن کې جوړه مې دېره يادېږي
دآشنايانوبه مېلې وې اوس يواځې ګرځم
شعرپه خوله راته دهريوه څېره يادېږي
دخاطروکيسه مې وکړه څه دريادشوه کنه
نه مې هېريږي ځماتېره زمانه يادېږي
غزل
ورونواندېښنوله لارې ويوستو
تېروخاطروله لارې ويوستو
يودبل وژلوته په درنګ ورځي
سويواسويلو لارې ويوستو
کېني په کرارلکه دورورپه شان
يودبل غموله لارې ويوستو
څه ښکلې فضاوه يادکړه څه فضا
زه وايم پردوله لارې ويوستو
دوه ورځې دنياتيره هرچاکړله
مونږه خوپيسوله لارې ويوستو
شعرد(امين زى) دې اورېدلي دى
وايي جنګ جګړوله لارې ويوستو
فريادونه
څه فريادبه له داغونودزړګي کړم
چې قبول يې په طاعت نه بنده ګي کړم
ماته ښکاري هرڅه ښه راته منظوردي
که په درددې دروېزګريم ملنګي کړم
لاس مې پورته دي نيولۍ پاک سبحان ته
سرمې ايښى په سجوديې بنده ګي کړم
ترهغوپورې به ژاړم پټ به سوزم
څوسفرله دې دنيانه په مرګي کړم
اوس مې بله چاره نشته راته ښکاري
ګريوان څيرې سرببربېچاره ګي کړم
چې پتنګ غوندې ستي نه شوم له ياره
خودبه ناست يم ټيټې سترګې بنده ګي کړم
رقيبان چې څه کوي پروايې نشته
لاپوشاپوځيګرخون دموزيګي کړم
عمرتېرشو(امين زيه) لاتيرېږي
په سوچونوکې غرق شوي زنده ګي کړم
افغانستان
دآسياپه قلب کې پروت ګران وطن افغانستان
اسلامي جمهوري نوم لري پښتودرى لسان
پلازمينه يې کابل ده په کې اوسي خلک واړه
تور،سور،شين،زرغون پرچم په منځ نښان
لوي ښاريې قندهار،ننګرهار،هرات،مزار
غزنى دى که هلمند،کندزاوکه باميان
ښې وريځې په کنړ،بغلان اوپه لغمان
پريمانه دي پنبې تخاراوپه جوزجان
انارکه زردالودي ګيلاس که شفتالودي
معدن دمسوډيردى په لوګر،پنجشير،پروان
ځنګلونه پکتياکې،بادغيس ،خوست،پکتيکاکې
په يوقطارپراته دي،سرپل،غور،سمنګان
جنوب کې اروزګان دى،کاپيساه اونورستان
وردګوته نږدې (امين زى) اوسي په ميدان
موسکا
څه موسکاوه دسروشونډوڅه شرنګاروه دجامونو
څه غوغاوه جوړه شوې شرنګ اوشرونګ دځنځيرونو
دلته بياڅه پيداشوي دغه ځمکه ولې سره ده
دلته جوړه کربلاده، مست هاتيان دبل په وينو
هاچې کاندې رامعلوم دي سترګې نه لري ړانده دي
هاچې ژاړي واويلاکا، هامين دي په ګلونو
يوپه ويښ مزاج بيده ده، چې له خياله کړي خوبونه
هابل ګوره لژندپروت دى نوريې کاندي ديدنونه
چاخولاس چاته نيولي چاځولۍ ده غوړولې
څوک په پټه خوله خنداکادچااوښکې ځي سيندونه
دغه حال دزمانې ده دغه چاباندې راوستي
داتقديردالهي ده، که پرې چاکړي ظلمونه
داڅه حال دى، څه زمان دى، کوم مکان دى، څه دوران دى
داڅه وايې ( امين زيه ) ټول رښتيادى که ملکونه
کاکل
غلي، غلي پلولاندې خوندکوي دي پټ کاتل
دغه تورچپـــــــــــــه کـاکــل
اوس يې تورپړوني نشته وخت تېرشوي دنتکۍ
نــه پـه خـپوبانــدې څــپليۍ
غچه هار يې دپښو وى ،دى براق يې جلبل
لېونۍ چپه کاکل
پښتنونجونوعادت دى ځي ګودرته په قطار
ماذديـګـروي کــــه سهـــار
سپين يې ټيک وي ځړولي په اوربل
ليونۍ چپـــــــــــــه کـاکــل
پاس په غاړه يې غاړه کى ده په لاسو کې يې ګوتمى
په تيکري باندې سپوږمۍ
په ټټريې تاويزونه بل په پوزه يې چارګل
په اوربل باندې کاکل
څه په نازاوپه نخرويې دګړي سره رفتار
دپــــــاولــويـې شرنــګــهـار
( امين زيه ) څه رفتارکا، څه بوراق دي جل اوبل
دغه تورچپـــــــــــــه کـاکــل
قمر
شپه وه ترږمۍ وه رڼايي وه دسحرپکې
داغ دسپوږمۍ نه وه روښنايي وه دقمرپکې
هيڅ نښان يې نه وه دسپوږمۍ پاس په آسمان باندې
ناسته وه په ځمکه تجلى وه لکه لمرپکې
ماويل رالويدلې څوارلسم سپوږمۍ په ځمکه ده
ښه چې ورته ځيرشوم پروت پرې شال ووسپين بشرپکې
ستوري هک حيران وه يوله بله يې اشارې کړلې
داپه نازويده وه نښاني وه دکوثرپکې
داغ دسپوږمۍ نه وه تورووريځوکې يې خال ايښى
شونډې ياقوتي وې پټ ساتلي يې ګوهرپکې
دستوروپلوشې دى، دبلبلو ښې نغمې دى
( امين زيه ) قصيې پريږده دژوندون ښکلى ساغر پکې
دورورۍ ورکړي لاسونه
راځي راټول شئ، سره جوړشئ،دښمني پرېږدئ سره کورشي
ټوپکې کېږدئ،دورورۍ ورکړئ لاسونه
کابل ته مه لېږئ بمونه
په دښمنۍ هيڅ نه جوړېږي،داخپل وطن موپرې ورانېږي
نفاق دې ورک شي يوله بل موبيلوينه
نورورته مه لېږئ بمونه
راځي په خپلوکې سلاشئ دښمني پرېږدئ اوپخلاشي
غېږې کړي خلاصې يودبل مچ کړي مخونه
کابل ته مه لېږئ بمونه
ټول مودوستان پرې خفه کېږي، په مردکونه خوشحالېږي
نورپه وطن کې دباروتوپه ځاي وشيندئ ګلونه
نورورته مه لېږئ بمونه
داموميراث دپلارنيکودئ،هم موستروياړدتاريخودى
دڅه لپاره ورانوي خپل تاريخونه
کابل ته مه لېږئ بمونه
کابل دى کوردعالمانو،هم دمظلومويتيمانو
پکې اوسېږي دهيوادواړه قومونه
نورورته مه لېږئ بمونه
په سرزوري نه پوره کېږي، له خودخواهۍ څه نه جوړېږي
ځان ځانې پرېږدي په اولس وکړي فکرونه
کابل ته مه لېږئ بمونه
اوس کابل جان ټول په ژړاده،ورځينې جوړه کربلاده
زړه يې زخمي ده ترېنه کېږي هجرتونه
نورورته مه لېږئ بمونه
راځي راټول شي سره جوړشي، لږدزخمي زړه په ټکورشي
کينې مولرې کړي په صدق وکړئ لفظونه
کابل ته مه لېږئ بمونه
په سوله ټول خوشحاله کېږي،(امين زى)کورموودانېږي
په جنګ جګړوموخپل دوستان له منځه ځينه
نورورته مه لېږي بمونه
کابل ته مه لېږي بمونه
داستان
افغان اوچت ملت دى غوږدې ونيسه داستان ته
ځکه ځان يې تعريف کړى نن سبادى ټول جهان ته
شجاعت کې بريالي دى نذيرنه لري پوهېږي
دلاپوځاى کې نشته دى تيارهرامتحان ته
ټوپک نه يې زړه توردى ډى،ډى،آرته آماده دي
کري ګلزارګلونه بل يې نه پرېږدي توپان ته
نورنه کړي ورور وژنه، وطن کوي پالنه
په ګډه ټول لعنت وايي، نفاق اوهم شيطان ته
وطن په آزادۍ کې، په صلحه ورورولي کې
يې ملاوې دي تړلي ټول روان ډګرميدان ته
راتلوونکې يې روښانه، دلمرغوندې تابانه
ليوال دي چې کې ګډشي روان شي دې کاروان ته
هميش دې بريالي وي، خوشحال دې لوي واړه وي
صفت کړي ( امين زى ) ټول وطن والوافغانان ته
جدايي
لري درنه لاړم جدايي مې خوښه نه شوله
تانه چې جلا شوم ځانځانى مې خوښه نه شوله
هريوه خپل کارکاوه همکاري موجوده نه وه کې
بل شان مې زړه تورشه، داسيالي مې خوښه نه شوله
ماويل آبادبه يې وطنه څوچې زه ژونديم
ډزدمزايل وه قصابي مې خوښه نه شوله
ګران افغانستانه څه وختونه چې تاتېرنه کړل
تېرکړل وطن واله داخواري مې خوښه نه شوله
ټول يې ناآرام کړل قومندان په لاس ټوپک واخيست
ورکه داياري کړي بيماري مې خوښه نه شوله
ماويل زه يم، تاويل زه يم داټول څه ول
خپل وطن مووران که سربازي مې خوښه نه شوله
راشه ! راشه ( امين زى ) ته نن حساب ورکړه
بل وطن ته لاړم پرديسي مې خوښه نه شوله
په هوډبند
افسوس زماپه حال چې دنياکې مې هيڅ خوندونه ليده
ياران ددنياډيرووخولايومې په هوډبندونه ليده
غوټى داميدونوغوړېدوپه تمناوې
هېڅ دوست مې په دوستي باندې څرګندونه ليده
ګلونه مې کرلي اغزونه مې زړه توردى
يوګل په غوړيدلي سرۍ کې بندونه ليده
وصال ته دې جانانه که هرڅونږدې کيدمه
رقيب ترماړومبى وخالي ځاى مې ستاترڅنګ ونه ليده
پيمانې دي ډکوه يې پروامه کړه راکوه يې
باوروکړه ساقي ګله يوه کې مې هم خوندونه ليده
(امين زيه ) مينه نشته نه خپلوکې خپلوي
غم کې ديوورورچې مې بل ورورپه ښه اندونه ليده
خبرې
په سوچ کې تللى يم آشنادستاکردې يادوم
چې څه دې وکړه دې اوږدې لنډې کيسې يادوم
په تصورکې مې هيڅ نشته تنهاته يې
چې تل پرې سوځم ستاخبرې يوې دوې يادوم
زړګيه ژاړه څه چې شوي تاپه خپله کړي
وفاله کومه شوه ناکامې دې وعدې يادوم
شول مړاوى،مړاوى ګلغوټيوښکلاخاورې شوله
څه ښکلى بڼ ووجوړګلزارکې خرابې يادوم
آخربه مړشم دې پوښتنې په آرمان به لاړشم
چې ودې نه کړه مې شهيدې خاطرې يادوم
ښېرې به نه کوم خفه يمه ګيلې کومه
څه ښه سپرلى وه زه دمينې ترانې يادوم
پښتوخوږه ده که قلم شعرليکي مست شوى
غزل مې خوښ شو( امين زيه ) تاپکې يادوم
رڼا
نوربه وروري وي خوب مې وليدچې رڼاراځي
ګران افغانستان وطن کې شينکۍ فضاراځي
داچې يوه مرام لپاره يوقدم روان شو
ملي بيرغ له سيوري لاندې به ليلاراځي
چې افغاني غرورمدام راسره مل ووسي
تل به نازيږوپه تاريخ نوې دنياراځي
وطن مويو، ملت مويو، نودښمني په څه ده
چي سره يوشوپه شيبو،شيبودعاراځي
خدايه که داسوال مې قبول ستاپه درباروګرځيد
چې دپخلالپاره يوبل ته آشناراځي
څوک شهيدان شول څوک ورک دي لادرک يې نشته
شېبه هغه چې راپه يادشي کربلاراځي
دافتخارنصيب به هله (امين زى ) وګرځي
چې په وطن کې آرامي ترابداراځي
خزان
زمانې ته چې زه ګورم لاره ورکه له هرچاده
حوادث داسې راغلي پريشاني له هرې خواده
غوټۍ داميدونوغوړيدوپه تمناوې
بې خبره وې له حاله،چې خزان ورته کمين کې لاپخواده
په بهارکې سوړخزان باندې راغلى
غوړيدل خولاته پريږده، رژيدوته په هواده
دبورانه درک نشته، نه شورشته دبلبلو
نه غمبرشته دکوتروتوتکۍ لاپه ژړاده
دښتې غرونه دوطن په سپرلي سپېره ښکاري
په چمن باندې بې وخته نازل شوې دخزان توره بلاده
نه کيږدۍ ښکاري دغرونوپه لمن کې نه کوچۍ شته
نه رمې شاوخواپنډې، خالي شوي موبيدياده
دبزګرتنده تروه ده، کروندې ته يې تلوسه ده
دوطن ډيروناخوالوماته کړې يې پرې ملاده
ښوونځي موکنډوالې شوې، مدرسې بي دروازو
طالبان، مکتبيان بې سره ګرځي ورکه کړي يې رڼاده
عالمان هم ترورشوي ټول غرق شوي انديښنوکې
هيڅ تدبيرنيولى نه شي، بې اثره يې ويناده
دولس سترګې څلورشوې، رهبرانوته کږې شوې
خوهغونه خيرنشته باندې ګډه دنفاق لويه بلاده
ګلستان کې ګلان نشته، لړل شوې په اغزوده
( امين زى ) زړګى ټپي ده په سرخاورې بادوي په واويلاده
ښکلا
پرون مې ښکليوکې ښکلا وليده
ځلانده ستوري مې صباوليده
عجيبه ورځ وه ښه چې ځيرشوم ورته
مايې خبروکې مسکاوليده
دګلاب خيال يې ورته خاورې کړلو
ماښايسته پېغله محبوباوليده
حسن يې زيات وونندارې ته يې هرڅوک دريده
زړه مې يې يوړله له ځانه سره ماوليده
څه وکړم خدايه چې کرارمې راشي
نعت يې لوست ماپه ثناوليده
ژړايې نه وه زده خندل يې هميش
ځکه مې خوب کې بيګاه بياوليده
(امين زى) اوس نوزه بيمارملال يم
مايې په سترګوکې حياوليده
ژبه
نه دې دردونه شم ليکلي دمثال په ژبه
خوله مې ده ماته نه دې ويلي شم دقال په ژبه
سترګې مې ويني خودردونه دې زغملى نه شم
ښه پرې پوهېږم نه يې ويلى شم دحال په ژبه
پرون يې سل منه خيرات کې چاپوښتنه نه کړه
نن ورته ګوره چې ګړېږي ددلال په ژبه
ټول مشران اوعالمان يې شاګردان غوندې دي
خبرې ستوني کې کوي ځان جوړوي لکه دجال په ژبه
شمله يې جګه ده ټومبلې اواغوستې يې خرفه ده زري
تورې جامې پرې پټوي،ځکه ګړېږي دکمال په ژبه
دچاپه خوله چې ورته هيڅ ددعاخيال نه راځي
څومره بدښکاري (امين زيه) دجمال په ژبه
غزل
چې په ځوانۍ کې يې ګاللي زحمتونه
به ښکارېږي چې ځلېږي ډک په ستوروآسمانونه
ددنياګې داسې بازارده بې وفادلبره
څوک مري له لوږې څوک کوي خپل عيشتونه
دعقبى پېټى يې دروندکړنن زمان ته لږوګوره
علت به وي په موڼږکې که جهان کې نقصانونه
دسباسرمايه داده له ماواروري ورونوواړو
سبق وايي درسونه چې روان مووي کارونه
نن يې خوشحال زړګي خفه دى دهغوملګرو
ځان ته په قهردي چې يې نه ويل درسونه
دکال اوږدوکې به چې خلکوخپل درسونه ويل
دوى په بازارګرځېده شان دوزير په دربارونه
د(امين زى) فريادبه کوم ځلمي ترغوږورسي
تېرېږي زيان وختونه فائيدي نه کوي ګشتونه
شفق
سهاروخته چې په غرونودشفق رڼاخوره شوه
دکابل دشاوخوانه دټوپونوحواله شوه
هرې خوانه پرې راتلل اولږيدل به په هرځاى کې
شول دودونه ځينې پورته رڼاورځ پرې توره شپه شوه
راکيټونه پرې راتلل اولږېدل به په هرځاى کې
ړنګول يې همه واړه ښارنه جوړه کنډواله شوه
چادتېښتې لارې چارې هارې دارې لټولې
په چاتاولاڅه دمخه داورونوسره لمبه شوه
څوک په لټه دپټون وه په خپل کورکې
ځينې نوروته خپل غولى هديره شوه
دچاموروه ځينې ورکه،څوک په فکرداولادوه
چانه پاته ووداواړه دخپل ځان يې اندېښنه شوه
دچاکوروونړيدلى،په ناروسورويې سروه
چانه پاته سره ډولۍ دواده شپه شوه
شاوخوامړي پراته وه چاره نه وه (امين زيه)
ټول ټپيان وه بې مدده دټوپومجادله شوه
پسرلى
سرولعلونو سروګلونوخوازېباکړه
نورزشپه يې په خوښي سره سباکړه
پسرلى دى نوى کال مومبارک شه
نن هوډوکړه چې وروري کړم بس دعاکړه
نصيحت دورورۍ واورئ پکې څه دي
تعصب اوتبعيض پريږده آمناکړه
دغه خلک ټول په خپل وطن مين دي
دورورۍ شمې يې خلکوکې رفاکړه
که په يوسراوپه بل سرکې اوسيږي
يوملت دي په يوه نامه يې يادکړه
پښتانه تاجک ازبک اوهزاره اوس
شوه يوموټي په وحدت يې اکتفاکړه
ټول ورونه ژيړګلونه خپل وطن چې
ودانۍ په لاريې خپلوکي صلاکړه
دسپين ږيرواحترام ورته سبق دى
نيک يې خوي اخلاق په کورکلي برېښناکړه
(امين زى) به يې همېش کړي صفتونه
ده رښتياچې په اخوت يې ابتداکړه
غزل
خفه له يوبل نه ياران ګرځو داولې ګرځو
ترڅوبه داشانته پرېشان ګرځو داولې ګرځو
په مونږکې دايوه خطاده چې وروري نه لرو
ورورى لاڅه کړي چې خفه ګرځو داولې ګرځو
که څوک له ماوکړي پوښتنه مې ځواب به داوي
تش په نامه باندې افغان ګرځو داولې ګرځو
خوښي به کله ستادکشروروپه برخه شي يار
نه شولو ورونه په بل شان ګرځو داولې ګرځو
په عبادت سجده سوري لکه سرلوڅ تنورکړه
ولاړپه لمونځ چرت کې ميدان ګرځو داولې ګرځو
په دې خلکوکې محبت نه ځاي نفرت نيولي
په نشته مينه مينان ګرځو داولې ګرځو
(امين زى) څه وايې مونږدوه لسيزې جنګ تېرکړي
خواروزارولې په بيابان ګرځو داولې ګرځو
معلم
زه دمعلم دخولې خبرې غواړم
ښې يې پستې لکه شکرې غواړم
چې راته وښايي ښه ليردژوندون
زه له هغه سره اترې غواړم
چې ښه اوبدخپل اوپردي رازده کړي
دتورغدارسرترې پرې کړي غواړم
ومعارف څراغ په لاس چې ګرځي
دتوروشپوغمازترې لرې غواړم
په شپوچې ناست اودټولنې سباوون لټوي
دداسې خلکواحترام شوي غواړم
چې تل دجهل ناداني سره مل
دهردښمن ګريوان څيرلي غواړم
شعريې وايي اوقلم يې صفتونه ليکي
لوړيې مرام دي احترام يې تل لمانځلي غواړم
نر
ځاردې شمه نرخه زوروردې زيارتونه دي
ښکته پورته ګوره څه ښايسته ښکلي ګلونه دي
ځاردې شمه نرخه څومره هسک دې چينارونه دي
شنې جنډې رپېږي شهيدانوجوړقبرونه دي
ځاردې شمه نرخه ګردچاپېردې لوړ،لوړغرونه دي
شنې اوبه روانې په سپرلي دې مست خوړونه دي
ځاردې شمه نرخه ستادروکې شنه زمريان اوسى
دادننګ بچيان دي دلته کله ګيدړان اوسي
ځاردې شمه نرخه څه خوږې،خوږي مېوې لرې
ډيرې صفتې دې په ډولوډولومڼې لري
ځاردې شمه نرخه څومره ښه خواږه توتان لرې
ډک دي ترې باغونه خوندورزردالوګان لرې
ځاردې شمه نرخه ته آبادپه ښوځوانانويې
ډيرله برکته دپيرانواووليانويې
ځاردې شمه نرخه نن وچ شوي دې خوړونه دي
سخته وچکالي کې ټول وچ شوي دې باغونه دي
ځاردې شمه نرخه (امين زى) چې فريادونه کړي
ډيردي ضعيف شوي خواروزاردې ولسونه دي
ازل
په ازل کې چې وېش وشوځماپه برخه ژړېده ورسېده
هيڅ پروادنورومه کړه ستاپه برخه خندېده ورسېده
ښادي که خوشحالي وه، مانه لرې تله خفه وه
هوسايي که آرامي وه ماته يې شاوه افسرده وه
نازوه،که نعمت وه،اوکه دنياکې څه عزت وه
ټول ستاپه لورروان وه،شاوخوادې نڅېده
په ازل کې چې وېش وشوځماپه برخه ژړېده ورسېده
هيڅ پروادنورومه کړه ستاپه برخه خندېده ورسېده
دخوبانوڅولښکرې،شاوخوانه دې راګيرې
ښې په ډول باندې جوړې وې له اصله عشوه ګرې
اشارې ته منتظرې ستاکتونه ځارېدلې
ته ددوي په منځکې ناست وې، نفس دى نورهوسېده
په ازل کې چې وېش وشوځماپه برخه ژړېده ورسېده
هيڅ پروادنورومه کړه ستاپه برخه خندېده ورسېده
ټول شيان درته تيارآس دى زين پښه دې ايښې په رکاب
غږېدل درته سازونه پکې غږوه درباب
نورشيان درته عادي وه، وه بويونه دکباب
نورعالم ته دې پام نه وه،ټول په اورکې سوځېده
په ازل کې چې وېش وشوځماپه برخه ژړېده ورسېده
هيڅ پروادنورومه کړه ستاپه برخه خندېده ورسېده
لږڅه سرله خوبه جګ کړه خوارولس ته نظروکړه
دغفلت خوبونه پرېږده، دجزاورځ درپه زړه کړه
عيش ونوش ته دې لږشاکړه، خپل حساب ته نظروکړه
ښه به داوه چې په نورولږنظردې لږېده
په ازل کې چې وېش وشوځماپه برخه ژړېده ورسېده
هيڅ پروادنورومه کړه ستاپه برخه خندېده ورسېده
سرمشق
زړونه په مينه تړل کېږي په رشمونه کېږي
يومخ کارونه درته وايم په پښتونه کېږي
چې دګودرخبره ياده شي منګې يادېږي
چې پکې پېغله ياده نه شي په شعرونه کېږي
دوداودستورکې ځه څه نه وايمه دومره وايم
يوويشتم قرن دى ملګروپه پيسونه کېږي
مينه کې صبرسعادت دى موسرمشق همداکړي
خپله ملاوتړيه واورئ په پردونه کېږي
نه راويښېږو(امين زيه )مونږه خوب وړي يو
چې عمل نه وي په تکرار،تکرارکيسونه کېږي
نښتر
کاره واږه کړه لښکرپه سينه
دپکتياډاک کې نښترپه سينه
چې هېردې نه شي په ياددې اوسي
درته بۀ کېږدم تصويرپه سينه
چې په خنجروويشتل دې کول
دزخموپاتې اثرپه سينه
دستالپاره بل پل ترې جوړکړم
چې پرې راکاټ کړې موټرپه سينه
چې زه خوپوه شم راځې په دې لار
درته به نيسم سنګرپه سينه
چې مونصيب شي وصال اوشېبه
درته به جوړکړم دفترپه سينه
دلداري
لاپه هېڅ نه پوهېدمه ماياري کړه
له پښتوسره مې هسې دلداري کړه
په هرځاى کې عاشقان مينان شته وو
ټول پکې خانان وه تنهاماکې ملنګي کړه
چې دمينې نوم په خوله کړم زړه مې رېږدي
قلم وايي چې احتياط ترې بيزاري کړه
دوې خبرې درته کړم کلکې يې واوره
يوانصاف بل عدالت لکه ولي کړه
چې به زه پرې دردېدلم داسې نه وه
تاتکرارهغه خبره څوځلي کړه
چې ترې بدځواب مې واورېدوملګرو
شوم پښېمانه ويل مې څله دى خواري کړه
چې به راشي يوه ورځ ډيربه ناوخت وي
اندېښنه ددې خبرې (امين زى) کړه
تعبير
ستاښايست ته به بل جوړکړي تاج محل څوک
تاته نه رسي هررنګ که کړي کاکل څوک
په تعبيرکې مې تصويرتاوشي راتاوشي
تصويرستاده نشته بل هسې پاګل څوک
عدالت درځينې ورک ده هېڅ انصاف درلره نشته
زړه دې يخ شوچې په اورکې سوځيدل څوک
حقيقت هيڅ چيرې نشته دې نړۍ کې
چې زه نه واى به ستاحسن زورول څوک
دوصال شيبه آخرشته له ماواوره
داسې نه کېږي چې وي به جداتل څوک
چې رشادله دنيالاړه پښتون خوارشو
دپښتوخدمت به وکړي په کابل څوک
چې سهاروه بجې کينې ورځ بېګاه کړى
جوړبه نه کړي (امين زى) داسې غزل څوک
ملي وحدت
ماويل وطنه نوربه دې لمن کې ځان ووينم
بلبلان به دې چمن کې څه خندان ووينم
سمسوره هره خوااوخوشحالي به وي لورپه لور
خرابې به شي آبادې څه به ښکلي شان ګلان ووينم
ځوانانومټې نغښتې عالمانوکې هم شور
ملي وحدت لپاره هلې ځلې په ميدان ووينم
وطنه نوره ورکه به بلادلوي نفاق شي
بناپراخوت اسلامي اتحادافغانستان ووينم
پلانونه به شي طرحه کمکونه به راجلب شي
هره خوابه کاربوخت افغانان ووينم
په زخمونوبه مرحم ږدي کونډې رنډې به بياپالي
شاوخوابه دوطن څه خوشحاله يتيمان ووينم
بيرغ داسلام چګ شواورپېږي به رپانده
راټول پرې شاوخوابه دنړي ټول مومنان ووينم
ښکاري(امين زيه)چى داهسې تش يوخيال وه
يوهوس وه،دبسمل مارغه مات بال وه
وصيت
تورې دى تيارې خورې مخ دې راښکاره کړه لږ
هېڅ خواته څه نه وينم بس رڼاخوره کړه لږ
زماخوشېبې يادې دى تاته هم درياددى څه
راشه چې پخلاشوبياجوړه يارانه کړه لږ
ماسره که کېنې نصېحت وصيت يوځاى وايم
مرم بيابه آرمان کوې نن شپه مې مېلمه کړه لږ
يازمادبېلتون بېړي بوځه دساحل په لور
بياچې کړې هغه کوه يوځل راته ښه کړه لږ
ژوندخو هسې تېرشولومايې خوندونه ليده
لنډې فاصلې کړه نورزماآرمان پوره کړه لږ
وايم (امين زى) همداخپله مې په ځان کړى
ښکلى شال په سرکړه نوربيادې ځان ښايسته کړه لږ
څلوريځې
ماليدلي وه يووخت په پوهنتون کې ښه ځوانان
احترام يې خلکوډيرکاورته ويل يې استادان
نيکټايې به يې په غاړه درويشي به يي په ځان
دوه خبرې يې په شمارکړې،سک په شونډوکې خندان
خوشحالي به پرې پرته وه چې راټول پرې شاګردان
داکوم زړګئ خوږلن ده چې دودونه ترېنه خيزى
دادکوم ځيګر کباب ده چې بويونه ترېنه خيزى
ليلابياځان سينګارکړي ځي اېلبندته ده روانه
خوارمجنون په خوب ويده ده نښترونه ترينه خيزي
قلم رااخلم چې داغونه دزړګي وليکم
يوداغ خوڅه کړې چې هرراززړونه زخمي وليکم
چې په سوچونوکې لاهوشم اولټېږم پسې
دژبې سرخبرې ټولې به شعري وليکم
درته وايم دادټول ولس پيام دي
پيغمبرآخرزمان دخداى(ج) کلام دى
دانړۍ دستاله ړواندې ظهورشوې
محمدباندې درودوايم سلام دى
که په ځنځيرمې لاس تړې اوکه مې سرغوڅوى
يامې نس وږى تن بربنډاويامې پښې لوڅوي
داټول منم خوسرټيټي زه هيڅ منلى نه شم
سرپه دارښه يم خودنازډوډي خوړلې نه شم
غاړه غړۍ وم په خپل کورکې دوروري ښکلې خنداسره
هسکه مې شمله وه نڅيدم به له شپېلۍ اوله سرناسره
مست به ګرځيدم په شنودروکې دزمروسره ګاونډکې وم
هيڅ پروامې نه وه دحريف دچپ کتااوموسېداسره
قلم رااخلم چې داغونه دزړګى وليکم
يوداغ خوڅه کړې چې هرراززړونه زخمى وليکم
چې په سوچونوکې لاهوشم اولټېږم پسې
دژبې سرخبرې ټولې به شعرى وليکم
تومانچې سترګې فيرونه کوى
دادومره ظلم وحشتونه کوى
په مرګي پروت شمېر دې ګړيوکوى
د( امين زى ) ټپوس داکله کوى
سراومال مې ترې قربان کړخوپوى نه شوه
دګلونومې ګلدان کړخوپوى نه شوه
چې نيم ژواندي زړه يې غواړي زه هغه کړم
تورزندان مې پرې ميدان کړخوپوى نه شوه
طوفان په وطن ګډده ټول له ځانه سره وړي
څوک سرجګوي نه شي بڼ له باغه سره وړي
پردي ملک ته راغلي مونږيې ويښ يوويده کړي
څه ويلى ورته نه شومس له کانه سره وړي
دپسرلي هواخوره ده مڼې ګل نيولى
بوډي ګازونه خوري له خياله پال يې بل نيولى
څه ښه ديره وه آشنايان سره راټول خوشحال وو
هريوراغلى دې محفل ته ځاي يې خپل نيولى
چې ځانته په کې وګورم هينداره رانه ورکه ده
چې ځان کړم پکې تيګه يوام باره رانه ورکه ده
تصويريې رانه باديوووړپه کومه پسې لاړشم
چې کوم پلويې يوووړ ورونولاره رانه ورکه ده
وطن ته چې ښه نه ګوري هميش دې وي زندان کې
خوښاددې وى هغه چې يې خدمت کړي په ميدان کې
دى ځوان نسل پيام دى تعصب په مونږکې نشته
(امين زى) دې خداى(ج) کامياب کړي پيل کړى دې پيمان کې
داکوم زړګى خوږلن ده چې دودونه ترينه خيزى
دادکوم ځيګرکباب ده چې بويونه ترينه خيزى
ليلابياځان سينګارکړى ځي اېلبندته ده روانه
خوارمجنون په خوب ويده ده نښترونه ترينه خيزى
څه بهارده ښه دوران ده دسنبل اودريحان
ځمکه شنه ده شيرازه ده غوړيدلي دي ګلان
غرونه دښتې واړه شنې دې ښې ميلې دي دبهار
چغهارده دبلبلوراټول شوي دي مرغان
سترګې مې زخمي دي نورژړلى ورباندې نه شم
لاسونه مې زخمي دي نورليکلى ورباندې نه شم
غمونه دهجران راته انباردي نه خلاصېږي
داستان دورودرازدى لنډليکلې يې زه نه شم
دليلې مينې زرشه وايه مجنون چېرته وژنې
دالقاعده په نوم دې بوته پښتون چيرته وژنې
د(امين زى)دغه سلاده شى راويښ پښتنو
چې ميرويس خان اواحمدنشته قانون چيرته وژنې
اې په چم روانې خپې دې ماتې شه
ځماارمان پوره که نن شپه پاتې شه
ډيردرنه خپه يم کبرجنه يې
ست لادرته ځه کړم ننواتې شه
دتورتم توروتياروکې توريم پاتې
ټول هډونه مې ايرې شول سکوريم پاتې
زه دمينې مقام ستايم اعلان وايم
چې په زړه باندې بيماريم نوريم پاتې
دحسن په بازارکې جمال مې راسره وو
مکان دآزموينې کمال مې راسره وو
چې خداى کې بريالي دمينې امتحان کې
دعقل قصه نه وه اقبال مې راسره وو
خمارکتويې زمازړګئ ځينې قراروړئ دى
اې! ته به وايې جګ قامت يې له چيناروړئ دى
هرڅه پرې ختم دئ ملګروځه حيران يم ورته
حسن ملګرى ورسره له کوم درباروړئ دى
شاعرته ګوره ټول خوبان يې مېلمانه کړى دى
داښايسته به راته وايې مونږنوڅه کړى دى
فانى دنړۍ ده نفرت پرېږدئ دښکلاقصې کړى
(امين زى) وايې ماراټول کړل دامې ښه کړى دى
ځوانى شېبه دلېونتوب ده څه په کړنګ تېرېږئ
پېغله مغروره په ښايست ده څه په درنګ تېرېږئ
خمار،خمارګورى بيده زړونه آرام نه پرېږدئ
لېچې يې ډکې له بنګړيوڅه په شړنګ تېرېږئ
ولې پرديس شولې پردى شوې ځان دې نه ياديږي
دې خپل هيواددکلي کورچمن دې نه ياديږي
ته خواتل وې په وطن کې ترکفن ولاړوې
ښکلي کابل، پغمان، لغمان، ميدان دې نه يادېږي
لوړه ژوره يې ټول يومخ ترپښولاندې کړه
زوريې په ملاکې دزمرئ په شان په ننګ تېرېږئ
عجيب دوران وى څوک پرې پوه شى څوک بيده وې تېرشى
دکاردوران وى څوک يې وکړى څوک په څنګ تېرېږي
ماليدلي وه يووخت په پوهنتون کې ښه ځوانان
احترام يې خلکوډيرکاورته ويل يې استادان
نيکټايې به يې په غاړه درويشي به يي په ځان
دوه خبرې يې په شمارکړې،سک په شونډوکې خندان
خوشحالي به پرې پرته وه چې راټول پرې شاګردان