سپین څاښتونه
ستا له هرې زارۍ قند اخلم جانانه
له فریاد، سلګو دې پند اخلم جانانه
ته د مینې په پیچومو برابر شوې
زه له خپلې موسکا خوند اخلم جانانه
ته چې څومره د بیلتون څپو ته ژاړې
زه خنداوې په څو چند اخلم جانانه
ما د مینې افسانې دي ټولې لوستې
زخمي زړونو ته پیوند اخلم جانانه
د غزل په تورو لیکم سپین څاښتونه
یو تاویز د وصال بند اخلم جانانه
۲۰ لیندۍ ۱۳۸۶ هجري لمریز ۱۱ دیسمبر ۲۰۰۷ میلادي/ کابل