بيا اسمان د انتقام ټنډه تروه کړه
بيا ورېځې د وحشت راخپرې شوي
اوس به وشي د سرو وينو بارانونه
اوس مې کلى دى وحشت په سر اخيستى
اوس د ښار واکمنو ډک کړل شاجورونه
اوس د کلي اوسېدونکى تروريست دى
اوس د ښار د اوسېدونکي مرګ روا دى
اوس به وبهيږي سرې وينې رودونه
اوس به ورځې د مرګونو رارسيږي
چې د وينو تويول به جرم نه وي
نو ټول خلک دي وسلې خپلي را واخلي
له قاتلو نه دې واخلي انتقام خپل
څوک چې چاته خنډ د مخې ګرځېدى شي
له هغو ځينې دې ووهي سرونه
اوس به ورک له ويښو ميندو نه بچي شي
ماشومان به بيا شهيدې ميندې رووي
او پلرونه به شي مړه د اولاد مخ کې
د ماشوم نفش به خيژي د پلار غيږ کې
د زاريو غږ به ټپ کړي توپکونه
په فضا کې به د سويو غوښو بوى وي
د بارودو، وينو، مړيو بوى به ګډ شي
د ګلابو ګل به ودې ته پرېنږدي
د عطرونو بوى به بد لږي په خلکو
د وطن په وږيو سپيو زېرى وکړئ
چې به بيا کله له لوږې نه مړه نه شئ
وي پراته به درته ډېر، ډېر اندامونه
وي پراته به درته ډېر، ډېر اندامونه