شعرونه |
2008-04-19 م | اميرالله ثاقب |
هيله |
2008-04-19 م | ډاکټرګل پاچا(آفسوس) |
غزل |
2008-04-17 م | ظفرکریمي |
غزل |
2008-04-13 م | قدرت الله مجبور خوست |
غزل |
2008-04-13 م | ولي محمد كنډيوال |
غزل |
2008-04-13 م | سرحدي ځواک _جلالکوټ |
غزل |
2008-04-12 م | ځــــــــدراڼ |
زما کلی |
2008-04-12 م | اسويلی |
پردی |
2008-04-12 م | ايمل مباريز |
كيسه |
2008-04-12 م | ځــــــــــــــدراڼ _سويډن مالمو |
جانان جانان |
|
|
|
|
|
ددې اوونۍ غوره شعر |
تا نه ليدم |
[ددې اوونۍ غوره شعرمو د بارکوال میاخیل له پنځ راچوڼ کړی] زه دي پر بڼو پروت لكه خلى وم تا نه ليدم ستا مخ ته ولاړ زه لكه څلى وم تا نه ليدم ما د سترګو لپې اخير تاته اشنا ونيوې زه لكه يتيم هر چا رټلى وم تا نه ليدم ما د خپل زړګوټي څراغونه ټول وژلي وو زه له ځانه تاته در ليښلى وم تا نه ليدم ما له دې ګلباغه سترګې كله اړولاى سوې زه دي پر څېره را ټوكېدلى وم تا نه ليدم ما چي ستا په ذكر كې جانانه! خوب شړلى و ستوريو او سپوږمۍ ټولو ليدلى وم تا نه ليدم ما دي د ښكلا و نندارې ته خوله ګنډلې وه زه د انتظار په ستن پېيلى وم تا نه ليدم ماته دي سوغات د خندا ځكه را پېرزو نه كړ زه ستا په محفل كې نابللى وم تا نه ليدم ستا د خوږې مينې په هوس مي تېراوه ژوندون زه د خپلو هيلو يو درست كلى وم تا نه ليدم ته لكه د ګل خوږبويي خپور وې ما ليداى نه سوې زه لكه سپېرې خاورې شيندلى وم تا نه ليدم تا د بڼو غشي زما پر لور را خوشي كړي وو زه دي د مرغه په څېر ويشتلى وم تا نه ليدم ته بې غمه ناست د خپل غرور سپينه ماڼۍ كې وې!! زه افغانستان وم نړېدلى وم تا نه ليدم خود به باركواله! جهاني كوي ګيله له ما زه له \"وركې مېنې\" نه درغلى وم تا نه ليدم |
| |
|